- ښېګڼې ته په لارښوونې ټینګار.
- ښېګڼې کولو ته هڅول د اسلامي ټولنې د پیوستون او یووالي یو لامل ګرځي.
- د الله تعالی د مهربانۍ پراخوالی.
- دا حدیث یوه عمومي قاعده ده چې د ښګڼې ټولو کارونو ته شاملیږي.
- كه څوک د سوال كوونكي غوښتنه پوره نه كړاى شي، نو بل چاته دې لارښوونه وکړي.