- ټولو ته په نصیحت کولو امر.
- په دین کې د نصیحت لویه مرتبه.
- دین؛ عقایدو، ویناوو او عملونو ته شامل دی.
- له نصیحت څخه دا هم دي چې کوم چاته نصیحت کیږي نو نصیحت کوونکی باید له هر ډول دوکې څخه پاک وي او هغه ته د خیر رسولو اراده ولري.
- د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ښې ښوونې (میتود کارول) چې یو شی لومړی عمومي ذکر کوي او بیا یې په اړه تفصیل ورکوي.
- تر ټولو مهم او بیا ورپسې مهم ته لومړیتوب ورکول، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله لپاره په نصیحت پیل وکړ، بیا د هغه د کتاب لپاره، بیا د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره، بیا د مسلمانو چارواکو لپاره او بیا عامو مسلمانانو ته.