- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه دا ده چې هغه به د ناڅرګندو شیانو په اړه خبر ورکاوه چې په راتلونکې کې به پېښیږي او هغه ډول به پېښېدل لکه څرنګه به یې چې خبر ورکړی و.
- په منکر راضي کېدل روا ندي او نه پکې ګډون کول، او منع کول ترې واجب دي.
- كله چې واکمنان داسې یو كار وكړي چې له شريعت سره په تضاد كې وي، نو اطاعت کول یې روا ندي.
- په واکمنانو راوتل جایز ندي؛ ځکه چې لوی فساد ترې جوړیږي؛ وینه تویېږي او امنیت له منځه ځي، نو د ګناهکارو واکمنانو زغمل او د هغوی په ضرر صبر کول لدې څخه آسان دي چې خروج پرې وشي.
- لمونځ ډېر لوی ارزښت لري، همدا لمونځ دی چې د کفر او اسلام تر منځ بیلوونکی دی.