عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه لپاره اودس کاوه، اګر که اودس به یې مات شوی هم نه و؛ دا - کار به یې د - اجر او فضیلت د لاسته راوړلو په...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه.
ځینې وختونه به چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس کاوه نو د اودس هر غړی به یې یو یو ځل وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل...
له عبد الله بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې ځینې وختونه اودس کاوه د نو اودس هر غړی به یې دوه دوه ځلې وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل ش...
له حمران - د عثمان بن عفان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی...
عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس کولو طریقه په عملي بڼه وښودله، د زيات وضاحت لپاره يې اوبه راوغوښتې، نو درې ځلې يې په لاسونو ر...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ فِي أَنْفِهِ ثُمَّ لِيَنْث...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاکوالي ځینې حکمونه بیان کړل چې له جملې څخه یې ځینې دا دي: لومړی: څوک چې اودس کوي نو باید چې پوزې ته اوبه له تنفس سره ک...
عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
د ام المؤمنین بي بي عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ».
«مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي».
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ».
«که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ».
«دا په هر مسلمان حق دی چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، چې په هغه کې خپل سر او خپل ځان ووینځي».