- د اودس په پیل کې لوښي ته له ښکته کولو مخکې د لاسونو وینځل مستحب دي، که څه هم چې له خوب څخه راپاڅیدلی نه وي، خو که چېرته له خوب څخه راپاڅېدلی و نو وینځل یې پرې واجب دي.
- ښوونکی باید د زده کونکي د پوهولو لپاره نږدې لاره غوره کړي، او پدې کې عملي طریقه شامله ده.
- لمونځ کوونکی باید د دنیوي کارونو اړوند ټول فکرونه له سر نه وباسي، ځکه د لمونځ پوره والی او بشپړتیا د زړه په حضور کې ده، کنه نو له فکرونو څخه ځان ژغورل ناشوني دي، نو باید چې د ځان په وړاندې مبارزه وکړي او په فکرونو کې ډوب لاړ نشي.
- په اوداسه کې په ښي غړي پیلول مستحب دي.
- د خولې او پوزې په وینځلو او بېرته سوڼ کولو کې د ترتیب مشروعیت.
- د مخ، لاسونو او دواړو پښو درې ځلې وینځل مستحب او یو ځل وینځل یې واجب دي.
- الله جل جلاله د دواړو کارونو په کولو سره مخکني ګناهونه بخښي؛ اودس، او دوه رکعته لمونځ په هغه طریقه چې په حدیث کې راغلې ده.
- د اوداسه هر غړی ځانته حد لري، د مخ حد: په اوږدوالي د سر د ويښتانو له شنه کېدلو څخه د زنې تر لاندې برخې پورې او په پلنوالي له یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې، او د لاس حد: د ګوتو له څوکو څخه تر څنګلو پورې یعنې هغه بند پورې چې د مټ او مړوند تر منځه دی، او د سر حد: د مخ د څنډو د وېښتانو له شنه کېدو څخه د ستونې تر پورته برخې پورې، او د غوږونو مسح کول له سر څخه دي، او د پښې حد: ټول قدم دی تر هغه بند پورې چې د پښې او د پنډۍ تر منځه دی.