- چغلي کول او له ادرار څخه ډډه نه کول کبيره ګناهونه دي او د قبر د عذاب سبب ګرځي.
- الله تعالی ځینې غیبونه ښکاره کړل - لکه د قبر عذاب - تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکارندویي وکړي.
- د دوو خمبو (شنو لختو) د پرې کولو او په قبر یې د ټومبولو عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې خاص دی، ځکه چې الله تعالی هغه ته په قبر کې د هغو دواړو مړو په اړه خبر ورکړ، نو نور خلک پرې نه قیاس کیږي، ځکه چې د مړو پر حال هېڅوک نه پوهیږي.