رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه.
بخاري روايت کړی دی
تشریح
ځینې وختونه به چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس کاوه نو د اودس هر غړی به یې یو یو ځل وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي - او لاسونه او پښې یو یو ځل، او - په اوداسه کې - همدا واجب اندازه ده.
Hadeeth benefits
د غړو یو ځل مينځل واجب او تر هغه زيات مستحب دي.
کله کله د غړو مینځل یو یو ځل هم جایز دي.
د سر په مسح کولو کې شرعي طریقه یو ځل مسح کول دي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others