- د شپې له خوبه وروسته په مسواک وهلو ټېنګار، ځکه چې د شپې له خوب سره د خولې بوی بدلیږي او مسواک د پاکولو وسیله ده.
- د مخکنۍ معنا پر بنا هر ځل د خولې د بدبویۍ پر مهال د مسواک پر وهلو ټینګار.
- په ټولیزه توګه د پاکوالي مشروعیت، او دا چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو یوه برخه او یو عالي ادب دی.
- مسواک وهل ټولې خولې ته شاملیږي لکه: غاښونه، ورۍ او ژبه.
- مسواک د اراک یا بلې ونې څخه پرې شوی لرګی دی چې د خولې او غاښونو د پاکولو، د خولې تازه کولو او بد بویۍ د لرې کولو لپاره کارول کیږي.