السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ».
«مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ».
«مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د اراک ونې په لرګي سره د غاښونو مسواکول خوله له ګنده کېدو او بد بویۍ څخه پاکوي. او دا له بنده څخه د الله تعالی د راضي کېدو یو لامل دی؛ ځکه چې پدې سره د الله تعالی اطاعت او د هغه امر پر ځای کیږي او همدارانګه پدې کې پاکوالی دی چې الله تعالی یې خوښوي.
Hadeeth benefits
د مسواک فضیلت او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت دې ته وهڅول چې ډېره استفاده ترې وکړي.
په مسواک وهلو کې غوره دا ده چې د اراک د ونې لرګي وکارول شي، او د برس او کریم کارول یې ځای نیسي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others