- د حاجت د رفع کولو له ځای څخه د راوتلو پر مهال د "غُفرانَك" ویل مستحب دي.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر حالت کې له الله تعالی څخه بخښنه غوښتله.
- د حاجت رفع کولو نه وروسته د بخښنې غوښتلو د سبب په اړه ویل شوي چې: تر څو د الله تعالی د شکر په ادا کولو کې تقصیر ونه شي، له دې نعمتونو څخه یې یو له بدن څخه د هغه څه راوتل دي چې انسان ته ضرر لري، او یا دا چې د هغه څه په اړه بخښنه غواړم چې ستا له ذکر څخه د حاجت رفع کولو پر مهال بوخت شوم.