- پر خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او پر هغوی د سختۍ راوستلو وېره.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر واجبوالی، مګر دا چې دلیل شتون ولري چې دا نفلي حکم دی.
- د هر لمانځه پر مهال مسواک وهل مستحب دي او فضیلت لري.
- ابن دقيق العيد رحمه الله فرمايي: د لمانځه په وخت کې د مسواک کولو حکمت دا دی چې دا الله تعالی ته د نژدې والي حالت دی، نو پکار ده چې د عبادت د شرافت د څرګندولو لپاره د کمال او پاکوالي په حالت کې وي.
- د حدیث له عموم څخه معلومیږي چې د روژه نیونکي لپاره هم د مسواک دا حکم شامل دی، که څه هم له زوال څخه وروسته وي، لکه د: ماسپښین او مازدیګر لمونځونه.