/ رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه

عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.
بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه لپاره اودس کاوه، اګر که اودس به یې مات شوی هم نه و؛ دا - کار به یې د - اجر او فضیلت د لاسته راوړلو په خاطر کاوه. په یوه اودس سره له یو فرض لمونځ څخه زیات لمونځونه کول روا دي، تر هغه وخته چې اودس ولري.

Hadeeth benefits

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر عمل داسې و چې د هر لمانځه لپاره به یې اودس کاوه؛ تر څو بشپړ -اجر تر لاسه کړي -.
  2. د هر لمانځه لپاره اودس کول مستحب دي.
  3. په یو اودس سره له یو څخه زیات لمونځونه کول روا دي.