کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه ځای ته ننوځي چې حاجت به یې پکې رفع کاوه، یعنې تشې یا ډکې متیازې به یې کولې، نو په الله تعالی به یې پناه غوښتله تر څو یې د نرانو او ښځینه شیطانانو له شر څخه وساتي. او د: (الخبث والخبائث) تفسیر په شر او پلیتیو هم شوی دی.
Hadeeth benefits
تشناب یا د حاجت رفع کولو ځای ته د ننوتلو پر مهال دا دعا وېیل مستحب والی.
ټول مخلوقات خپل رب ته محتاج دي تر څو یې له هغه څه نه وساتي چې زیان ورته رسوي او یا ورته په هر حالت کې زیان رسوي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others