- د علی بن أبی طالب رضي الله عنه فضیلت، او په اړه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواهي چې الله او رسول یې ورسره مینه لري، او دی هم د الله او د رسول سره یې مینه لري.
- د خیر کارونو ته د صحابه کرامو لیوالتیا او یو له بل څخه مخکې کېدل.
- د جګړې پر مهال د ادابو مراعتولو مشروعیت او د غالمغال او بدرنګو غږونو پرېښودل چې اړتیا ورته نه وي.
- د هغه د نبوت د ثبوتونو له جملې څخه پر یهودانو د بریا خبر او د الله تعالی په اذن د هغه په لاسونو د علي بن ابي طالب رضي الله عنه د سترګو شفا.
- د جهاد تر ټولو ستره موخه اسلام کې د خلکو داخلېدل دي.
- اسلام ته بلنه په تدریج سره کیږي، نو لومړی له کافر څخه غوښتل کیږي چې د دوو شهادتونو په ویلو سره په اسلام کې داخل شي، بیا ورته د اسلام د فرایضو د ادا کولو امر کیږي.
- اسلام ته د بلنې فضیلت او هغه خیر چې په بلونکي او بلل شوي کې دی، نو کېدی شي چې بلل شوي ته هدایت وشي او بلونکي ته لوی اجر او ثواب ورکړ شي.