- دا حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوت دلیل دی، ځکه په راتلونکې کې یې د هغه څه په اړه خبر ورکړی چې د هغه په امت کې به پېښېږي، نو همغسي پېښ شول لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی و.
- دا روا ده چې پر یو چا مصیبت راتلونکی وي او په اړه یې هغه ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، تر څو یې په زړه کې ځای ونیسي، نو کله چې پرې راشي صبر کوونکی به وي او له الله جل جلاله څخه به یې اجر غوښتونکی وي.
- په قرآن او سنتو منګولې لګول له فتنو او اختلافونو څخه د خلاصون لار ده.
- هغه واکمنانو ته غوږ نیول او اطاعت یې کول چې په نیکۍ امر کوي او په وړاندې یې بغاوت نه کول، که څه هم دوی ظلم وکړي.
- د فتنو په وخت کې له حکمت څخه کار اخیستل او د سنتو پیروي کول.
- انسان باید هغه حق ادا کړي چې پرې دی، حتی که څه نا څه ظلم ورسره شوی وي.
- پدې کې د دې قاعدې ثبوت دی چې: له دوو شرونو څخه هغه غوره کیږي چې ضرر یې کم وي او له دوو ضررونو څخه هغه چې د بل په پرتله لږ وي.