- سمې لارې ته د بلنې ورکولو فضیلت، که لږه وي یا ډېره، او دا چې بلونکي ته د عمل کوونکي په څېر اجر دی، او دا چې دا د الله تعالی د لوی فضل او بشپړ سخاوت څخه دي.
- ګمراهۍ ته د بلنې خطر، که کوچنۍ وي او یا لویه، او دا چې څوک بلنه ورکوي، نو پر هغه هم د عمل کوونکي په څېر د ګناه پېټی دی.
- سزا د عمل له جنس څخه وي، نو چا چې نیکۍ ته بلنه ورکړه، هغه ته د نیکۍ د ترسره کوونکي په اندازه اجر دی، او چا چې بدۍ ته بلنه ورکړه، نو په هغه د ګناه کوونکي د عمل په اندازه پېټی بار دی.
- یو مسلمان باید ځان وساتي چې نور ورپسې په ګناه کې اقتدا ونه کړي، کله چې دی په ښکاره ګناه کوي، پداسې حال کې چې خلک یې ګوري، ځکه یقینا چې دی له ده څخه د نورو په تقلید ګنهکاریږي، که څه هم هغه یې دې ته هڅولی نه وي.