- پدې ایمان درلودل چې جنت او دوزخ همدا اوس شتون لري.
- په غیبو ایمان درلودل فرض دي او په هر هغه څه چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لورې راغلي وي.
- په مصیبتونو د صبر کولو اهمیت، ځکه دا هغه لاره ده چې جنت ته رسوونکې ده.
- له حرامو څخه د ځان ساتلو ارزښت، ځکه چې - حرام - اور ته د رسېدو لار ده.
- په سختیو سره د جنت پوښل او په خواهشاتو سره د دوزخ پوښل په دنیوي ژوند کې د امتحان او ارزونې غوښتنه ده.
- د جنت لاره سخته ده، له ایمان سره صبر او کړاو ته اړتیا لري او د دوزخ لاره په دې دنیا کې له لذتونو او خواهشاتو ډکه ده.