له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «نَارُكُمْ جُزْءٌ مِنْ سَبْعِينَ جُزْءًا مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ»، قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنْ كَانَتْ لَكَافِيَةً. قَالَ: «فُضِّلَتْ عَلَيْهِنَّ بِتِسْعَةٍ وَسِتِّينَ جُزْءًا كُلُّهُنَّ مِثْلُ حَرِّهَا».
«ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د دنیا اور د جهنم د اور له اویا برخو څخه یوه برخه ده، د آخرت اور د دنيا د اور د تودوخې په پرتله نهه شپېته درجې زياتوالی لري چې هره درجه يې د دنيا د اور له تودوخې سره برابره ده. نو وویل شو: اې د الله رسوله: که څه هم د آخرت اور؛ دوزخ ته د داخلېدونکو د تعذیب لپاره بسنه کوله! نو ویې فرمایل: د جهنم اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیاته تودوخه ورکړل شوې چې هره درجه یې په تودوخه کې د دنیا د اور په اندازه ده.
Hadeeth benefits
د اور په اړه خبرداری؛ تر څو خلک له هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې اور ته د تللو لامل ګرځي.
د دوزخ د اور عظمت، عذاب او د هغې د تودوخې شدت.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others