- له هر هغه شي څخه د توحید او عقیدې ساتل چې هغه یې خرابوي.
- د شرکي دمونو، تعویذونو او کوډو کولو حراموالی.
- د دې دریو شیانو په اړه د انسان عقیده ساتل چې دا اسباب دي: کوچنی شرک دی؛ ځکه چې هغه څه یې سبب وګرځول چې هغه اسباب ندي، خو که دا عقیده یې ولرله چې په خپله ګټه او تاوان رسوي نو دا لوی شرک دی.
- له شرکي او حرامو اسبابو کارولو څخه ځان ساتل.
- د (شرکي دمونو) حراموالی، او دا چې هغه له شرک څخه دي مګر هغه (دمونه) چې روا وي.
- زړه باید یوازې له الله تعالی سره تړاو ولري، ځکه چې ضرر او ګټه یوازې د هغه له لورې دي، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، نو له الله پرته هېڅوک د خېر رسولو او یا شر لرې کولو واک نه لري.
- روا دمونه هغه دي چې په دریو شرطونو برابر وي: ۱ - باور ولري چې دا سبب دی او د الله له اجازې پرته ګټه نه رسوي. ۲ - باید چې په قرآن کریم، د الله تعالی په غوره نومونو او صفتونو، مسنون دعاګانو او روا دمونو سره وي. ۳ - چې د پوهېدو وړ ژبه باندې وي او کوډې او جادو نه وي.