- غیب ویونکي (کاهن) ته تلل او له هغوی څخه د غیبو په اړه پوښتنه کول حرام دي.
- ځیني وختونه یو انسان د اطاعت له ثواب څخه د ګناه په کولو سره محرومیږي.
- حدیث برجونو او په برجونو کې کتلو ته شاملیږي (لکه د سرطان، اسد او داسې نور برجونه)، همدا رنګه د ورغوي لوستل (کف شناسي) - که څه هم یوازې د کتلو په موخه وي او باور پکې شتون ونه لري- ځکه دا ټول د غیب وییل او په غیبو د پوهېدلو له ادعا کولو څخه دي.
- کله چې دا د هغه چا سزا وي چې غیب ویونکي ته ورځي، نو خپله د غیب ویونکي سزا به څنګه وي؟
- د څلویښتو ورځو لمونځ یې له غاړې ساقطیږي او قضا راوړل یې پرې نشته، خو ثواب یې نه کیږي.