/ يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ». «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته د...

يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ». «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته د...

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ». «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به الله جل جلاله ځمكه ونيسي او راغونډه به یې كړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې نچه کړي او يو د بل د پاسه به یې راتاو کړي او لرې به یې کړي او له منځه به یې یوسي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان؟!

Hadeeth benefits

  1. دا په یاد لرل چې د الله جل جلاله پادشاهي تلپاتې ده او د نورو خلکو سلطنتونه له منځه تلونکي دي.
  2. د الله جل جلاله عظمت، د هغه د قدرت لوی والی، د هغه د واک او سلطنت بشپړتیا.