- هوښیار سړی باید په توبې وېستلو کې ګړندی اوسي، او کله چې ظلم کوي نو د الله تعالی له مکر څخه دې نه بې پروا کیږي.
- الله جل جلاله ظالمانو ته مهلت ورکوي او هغوی ته په عذاب ورکولو کې بیړه نه کوي، بلکې په تدریج سره یې رانیسي او کله چې توبه ونه کړي نو بیا یې عذاب دوه چنده کوي.
- ظلم کول؛ په امتونو باندې د الله جل جلاله د عذاب یو لامل دی.
- كله چې الله جل جلاله يو كلى تباه كوي، نو كېداى شي چې نېکان خلک هم پکې وي، نو دوى به د قيامت ورځ له هغه نیک عمل سره راپورته کیږي چې پرې مړه شوي دي او دا چې دوی هم په عذاب سره مړه شوي دي نو دوى ته کوم زيان نه لري.