- سم د لاسه باید د بدۍ مخنیوی وشي او سستي پکې ونه شي، مګر دا چې لوی فساد ترې جوړیږي.
- د ګناه لوی والي ته په لیدو یې د قیامت په ورځ عذاب توپیر لري.
- د ژوندیو شیانو انځورول له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.
- د انځور اخیستلو د ممانعت له حکمتونو څخه یو دا دی چې د الله تعالی له مخلوقاتو سره پکې ورته والی رامنځته کیږي، برابره خبره ده که د انځورګر اراده د تشبیه رامنځته کول وي او یا نه.
- په شریعت کې د مال په ساتنې ټینګار، چې له ګټلو وروسته په حرامو کې ونه کارول شي.
- د ذی روحه شیانو د انځورولو ممانعت که په هره بڼه وي، که څه هم دا کار د حرفې یا مسلک له مخې وي.