- په دې امت باندې د الله تعالی د لوی فضل بیانول چې نیکي ورته څو چنده د الله تعالی سره لیکل کیږي او په مقابل کې یې بدي یوازې یوه بدي لیکل کیږي.
- په اعمالو کې د نیت ارزښت او اغیزه.
- د الله جل جلاله فضل، مهرباني او احسان چې څوک د نیکۍ اراده وکړي او عملي یې هم نه کړي الله تعالی یې ورته نیکي لیکي.