- دا حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي، او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کیږي، دا هغه حدیث دی چې لفظ او معنا یې دواړه د الله تعالی له لوري دي، پرته لدې چې د قرآن هغه ځانګړتیاوي نه لري چې له نورو شیانو څخه یې جلا کوي لکه: په هغه سره عبادت کول، د هغه لپاره پاکوالی ساتل، ننګونه، اعجاز او داسې نورې ځانګړتیاوي چي قرآن کریم یې لري.
- هغه څه چې بندګانو ته د علم او هدایت څخه لاسته راځي، نو هغه د الله تعالی په هدایت او تعلیم سره دي.
- کوم خیر چې بنده ته رسیږي هغه د الله تعالی له فضل څخه دي، او کوم شر چې ورته رسیږي، هغه یې د خپل نفس او خواهشاتو له امله دی.
- چا چې نیکي وکړه نو هغه د الله په توفیق سره ده، او بدله یې د الله تعالی لخوا فضل دی، نو هغه لره ستاینه ده، او چا چې بدي وکړه، نو یوازې ځان دې ملامته کړي.