- کوچنیانو او ماشومانو ته د توحید، ادب او نورو دیني چارو د ښوونې ارزښت.
- سزا د عمل له جنس څخه ده.
- په الله تعالی باندې د باور کولو او له بل چا پرته پر هغه توکل کولو باندې امر، او همهغه - ذات - د چارو غوره کارساز دی.
- د (الله تعالی) په پرېکړه او تقدیر باندې ایمان او پرې خوښي څرګندول او دا چې الله جل جلاله په هر شي قادر دی.
- چا چې د الله تعالی امر ضایع کړ، نو الله تعالی به یې ضایع کړي او ساتنه به ترې ونه کړي.