- د الله تعالی د رحمت، بخښنې او فضل پراخوالی.
- د توحید فضیلت، او دا چې الله تعالی موحدینو ته ګناهونه او تېروتنې بخښي.
- د شرک خطر او دا چې الله مشرک ته بخښنه نه کوي.
- ابن رجب وايي: په دې حدیث کې هغه درې لاملونه شامل دي چې له مخې یې ګناهونه بخښل کیږي: لومړی: له امید سره دعا، دویم: استغفار او د توبې غوښتل، دریم: د توحید له (عقیدې سره) مړینه.
- دا هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کیږي او دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا یې د الله له طرفه دي، خو د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه: په تلاوت سره یې عبادت کول، طهارت ورته کول، ننګونه، معجزه او داسې نور.
- ګناهونه په درې ډوله دي: لومړی: له الله سره شرک کول؛ چې الله تعالی یې نه بښي، الله جل جلاله فرمایلي: {إنه من يُشرك بالله فقد حرم الله عليه الجنة}(بیشکه څوک چې په الله شرک وکړي، نو یقینا چې الله پرې جنت حرام کړ)، دویم: پر خپل ځان د بنده ظلم چې ګناهونه او تېروتنې کوي، نو دا د هغه او د هغه د رب تر منځ خبره ده؛ نو الله تعالی یې ورته بښي او که وغواړي نو ورته ترې تېریږي، دریم: هغه ګناهونه چې الله تعالی ترې هېڅ نه تېرېږي لکه: د بندګانو خپلمنځي ظلمونه، چې پدې کې خامخا قصاص اخېستل کېږي.