- د اسلام فضیلت او عظمت او دا چې هغه مخکني ګناهونه له منځه وړي.
- پر بندګانو د الله تعالی د مهربانۍ، بښنې او عفوې پراخوالی.
- د شرک حراموالی، په ناحقه د نفس د وژلو حراموالی، د زنا حراموالی، او هغه چاته ګواښ چې دا ګناهونه کوي.
- ريښتینې توبه چې اخلاص او نېک عملونه ورسره وي د ټولو لویو ګناهونو لپاره کفاره ګرځي، چې پدې کې په الله تعالی کافرېدل هم شامل دي.
- د الله تعالی له رحمت څخه د نا امیدۍ او ناهیلي کېدو حراموالی.