/ إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ور...

إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ور...

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: الله تعالی د خپلو بندګانو توبه قبلوي، که بنده د ورځې ګناه وکړي او د شپې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي، او که د شپې ګناه وکړي او د ورځې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي. او هغه پاک ذات د بنده په توبه خوشحالېږي نو لاس ورته غوړوي او قبلوي یې او د توبې دروازه تر هغه وخته پورې خلاصه ده چې لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي چې دا د نړۍ د پای ته رسېدو نښه ده، نو کله چې راوخېژي د توبې دروازه بندېږي.

Hadeeth benefits

  1. توبه تر هغه پورې قبلېږي چې دروازه یې خلاصه وي، او د لوېدیځ له خوا په لمر راختلو سره یې دروازه بندېږي، او انسان باید مخکې له دې وړاندې توبه وباسي چې ځنکندن پرې ولږېږي او ساه یې مرۍ ته راورسېږي.
  2. د ګناه له امله باید (انسان) مایوسه او نا امېده نه شي، ځکه چې د الله تعالی بخښنه او رحمت پراخ دي او د توبې دروازه خلاصه ده.
  3. د توبې شرطونه: لومړی: د ګناه پرېښودل، دویم: د ګناه په کولو پښېمانه کېدل. او درېيم: دا هوډ کول چې هېڅکله به بیا دا ګناه نه کوي، دا که چېرته د الله تعالی د حقونو پورې یې اړه درلوده، او که چېرته یې د بنده له حقونو سره تړاو درلوده، نو د توبې د صحت لپاره شرط دا دی چې هغه حق یې خاوند ته وروسپاري او یا حقدار ورته بخښنه وکړي.