- د سپي لعاب خورا ناپاک دی.
- په لوښي کې د سپي خوله وهل یې نجسوي، او هغه اوبه هم نجسوي چې په لوښي کې وي.
- په خاورو پاکول او پرلپسې اووه ځلې وینځل یوازې په هغه حالت کې دي چې سپی په یو شي کې خوله ووهي، نه دا چې د سپي په متیازو، غایطه موادو او یا نورو چټلیو سره یې ناپاکه کړي.
- په خاوره د لوښي د وینځلو طریقه دا ده چې: په لوښي کې به اوبه واچوي او بیا به پکې خاوره واچوي او بیا پرې لوښی وینځل کیږي.
- د حدیث ظاهري معنی دا ده چې دا د ټولو سپيو په اړه عمومي دی، حتی که هغه سپی هم وي چې شریعت یې د ساتلو اجازه ورکړې لکه: د ښکار، پېرې او رمې سپي.
- صابون او زمۍ د خاورې ځای نه نیسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاورې په اړه حکم کړی دی.