- د پيغمبرانو خویونه - چې الله جل جلاله یې خوښوي، پرې خوشحالیږي او امر پرې کوي - د بشپړتیا، پاکوالي او ښکلا لوري ته بلنه ورکوي.
- د دې شیانو پر ځان د لازمولو مشروعیت، او غفلت ترې نه کول.
- دا خویونه دیني او دنیوي ګټې لري چې له جملې څخه یې: ظاهري ښکلا، د بدن پاکوالی، د پاکوالي لپاره احتياط، له کفارو سره مخالفت او د الله تعالی د حکم اطاعت.
- په نورو حدیثونو کې لدې پنځو څخه ډېر د فطرت خویونه ښودل شوي دي، لکه: ږیره پرېښودل، مسواک وهل او داسې نور.