- غسل په دوه ډوله دی: هغه چې غاړه پرې خلاصیږي او بشپړ غسل، کوم چې غاړه خلاصوونکی غسل دی نو هغه داسې دی چې انسان د طهارت نیت وکړي بیا د خولې او پوزې وینځلو په شمول په ټول بدن اوبه واړوي. او بشپړ غسل هغه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل په څېر غسل وکړي لکه څرنګه چې پدې حدیث کې بیان شوی دی.
- د جنابت اطلاق په هغه چا کېږي چې مني ترې ووځي، یا دا چې کوروالی وکړي که څه هم مني ترې لاړ نه شي.
- د ښځې او خاوند لپاره د یو بل شرمګاه ته کتل او له یو لوښي څخه غسل کول روا دي.