- د وړې بې اودسۍ څخه د اودس کولو پر مهال پر موزو د مسحې کولو مشروعیت او د لویې بې اودسۍ پر مهال د پښو وینځل اړین دي.
- مسح کول یو ځل د موزې په پورتنۍ برخه د لوند لاس په تېرولو سره کیږي ، نه په لاندې برخه.
- په موزو باندې د مسحې کولو لپاره شرط دا دی چې له بشپړ اودس نه وروسته اغوستل شوي وي، او پښې یې په اوبو سره وینځلي وي او دا چې موزې پاکې وي او هغه ځای یې پټ کړی وي چې په اودس کې یې وینځل فرض دي، او دا چې مسح باید په وړې بې اودسۍ کې وي نه په جنابت او نه داسې څه کې چې غسل واجبوي، او دا چې مسح باید د شریعت په ټاکلې موده کې وي چې هغه د مقیم لپاره یوه شپه او ورځ او د مسافر لپاره درې شپې او ورځې دي.
- په موزو باندې هر هغه شی قیاس کیږي چې پښې پټوي لکه جرابې او داسې نور، نو مسح پرې جایز ده.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه اخلاق او ښه ښوونه، چې مغیره یې د موزو له وېستلو څخه منع کړ او سبب یې ورته بیان کړ: چې موزې یې د پاکوالي په حالت کې پښو کړې دي، تر څو مطمئن شي، او حکم وپيژني.