اذان خلکو ته د وخت د داخلېدلو په اړه خبر ورکوي، او د آذان کلمې د ایماني عقیدې ټولګه ده.
په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان د اورېدو پر مهال بیانوي چې اورېدونکی به د اذان کوونکي په څېر الفاظ ووایي، کله چې اذان کوونکی " الله أكبر" ووایي: نو اورېدنکی هم: " الله أكبر" وایي او همداسې ورپسې، تر دې چې کله اذان کوونکی "حي على الصلاة" او "حي على الفلاح"، ووایي نو اورېدونکی به "لا حول ولا قوة إلا بالله" ووایي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم بیان کړه چې چا له مؤذن سره د زړه له اخلاصه (د اذان کلمې) تکرار کړې، نو جنت ته به داخل شي.
او د اذان د کلمو معنا (په لاندې ډول ده) "الله أكبر": یعنې دا چې هغه پاک ذات تر ټولو لوی، معزز او له هر شي څخه ستر دی.
"أشهد أن لا إله إلا الله": یعنې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته.
"أشهد أن محمّدًا رسول الله": یعنې زه په خپله ژبه او زړه اعتراف کوم او شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، د الله لخوا رالیږل شوی او اطاعت یې واجب دی.
"حيَّ على الصَّلاة" یعنې لمانځه ته راشئ، او د اورېدونکي دا وینا "لا حول ولا قوَّة إلّا بالله"، دا معنا لري چې د اطاعت له موانعو څخه د خلاصون لپاره حیله او یا د کولو لپاره یې ځواک او قدرت نشته مګر د الله تعالی په توفیق سره.
"حيَّ على الفلاح" یعنې د کامیابۍ سبب ته راشئ، چې هغه جنت ګټل او له اور څخه ژغورل دي.
Hadeeth benefits
اذان کوونکي ته د هغه د وینا په څېر په الفاظو سره جواب ورکول، پرته له حي علی الصلاة او حي الفلاح څخه، چې هلته به یې په ځواب کې " لا حول ولا قوة إلا بالله" وایي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others