- اذان کوونکي ته په ځواب وییلو ټینګار.
- اذان کوونکي ته له ځواب ویلو وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د درود وییلو فضیلت.
- په رسول الله صلی الله علیه وسلم له درود وییلو وروسته هغه ته د وسیلې پر غوښتنه ټینګار.
- د وسیلې د معنا بیان، د هغې لوړ شان، چې له یو بنده پرته بل چاته نه ښایي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فضیلت بیان، چې پر دغه لوړ مقام سره ځانګړی شوی دی.
- چا چې له الله تعالی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د وسیلې غوښتنه وکړه نو هغه انسان ته یې شفاعت یقیني شو.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تواضع او عاجزۍ بیان چې له خپل امت څخه یې د نوموړي مقام د لاسته راوړلو لپاره دعا وغوښته، پداسې حال کې چې هغه مقام د همده لپاره دی.
- د الله تعالی لوی فضل او رحمت، چې نیکي په لس چنده ده.