له وابصة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو ام...
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د صف تر شا یې یوازې لمونځ کاوه، نو هغه ته یې امر وکړ چې خپل لمونځ بېرته راوګرځوي، ځکه چې په دې صورت کې د ه...
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغ...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یو سړي یادونه وشوه چې د سهار د لمر تر راختلو پورې ویده و او فرضي لمانځه ته نه و پاڅیدلی، نو رسول الله صلی ا...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده. د جمعې ورځې له ځانګړنو څخه دا دي چې: الله جل جلاله آدم عل...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، ف...
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت بیانوي، چې دا وختي تلل د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګ پورې دی؛ او دا نږدې پ...
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا انْصَرَفَ مِنْ صَلَاتِهِ اسْتَغْفَرَ ثَلَاثًا، وَقَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله لمونځ پای ته ورساوه نو: (أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله) به یې وییل. بیا به یې په خپلې دې وینا سره د...

له وابصة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې »

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُلِقَ آدَمُ، وَفِيهِ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ، وَفِيهِ أُخْرِجَ مِنْهَا، وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ إِلَّا فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ». "تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم پیدا شوی او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی او په همدې ورځ ترې راوېستل شو، او قیامت د جمعې له ورځې پرته نه راځي".

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي او ( په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)».

له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا انْصَرَفَ مِنْ صَلَاتِهِ اسْتَغْفَرَ ثَلَاثًا، وَقَالَ: «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ»، قَالَ الْوَلِيدُ: فَقُلْتُ لِلْأَوْزَاعِيِّ: كَيْفَ الْاسْتِغْفَارُ؟ قَالَ: تَقُولُ: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.

له ابو الزبیر څخه روایت دی وایي: ابن زبیر به چې د هر لمانځه په پای کې سلام وګرځاوه نو (دا ذکر به یې ویل) «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ‌وَلَا ‌نَعْبُدُ ‌إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ» له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له الله پرته بل هېڅ حال بدلوونکی او ځواک نشته، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته دبل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني او ويې ویل چې : « رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».

د مغیره ابن شعبه له کاتب وَرَّاد څخه روایت دی وایي چې: مغیره بن شعبه راباندې هغه لیک ولیکه چې معاویه ته یې لیږه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې له الله تعالی پرته بل معبود بر حق نشته، هغه يو دی، شريک نلري، هغه لره (د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، اې الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې، د هغه څوک مانع بندوونکی نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې، د هغه څوک ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال ستا د عذاب (په لرې کولو کې).

ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «مَنْ سَبَّحَ اللهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَحَمِدَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَكَبَّرَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، فَتْلِكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ، وَقَالَ: تَمَامَ الْمِائَةِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ». "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.

له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ إِلَّا أَنْ يَمُوتَ». "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي: دوه رکعتونه د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې. او دا هغه وخت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته به نه ننوت، حفصې راته وویل: کله به چې مؤذن اذان وکړ او سهار به راوخوت، نو دوه رکعته لمونځ به یې وکړ، او په یو بل لفظ کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جمعې څخه وروسته دوه رکعته لمونځ کاوه.

له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.

د عبد الله بن مغفل رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ، بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ» ثُمَّ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «لِمَنْ شَاءَ». «د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي».