- د قیام اللیل د پرېښودلو کراهیت، او دا چې لامل یې شیطان دی.
- له هغه شیطان څخه وېرول چې په هره لار کې انسان ته کیني؛ تر څو یې د الله جل جلاله له اطاعت څخه منع کړي.
- ابن حجر فرمایلي: دا وینایې چې فرمایي (ما قام إلى الصلاة) لدې څخه مراد عموما لمونځ دی، او کیدی شي چې مراد ترې هغه لمونځ وي چې ذهن ورته سبقت کوي، یعنی مراد ترې د شپې او یا د تهجد لمونځ دی.
- طیبي فرمایلي: غوږ یې ځکه په ځانګړې توګه یاد کړ، اګر چې د سترګې یادونه مناسب وه ځکه چې خوب دروند وي، او غوږونه د توجه سرچينه ده، او ادرار یې ځکه یاد کړل؛ ځکه چې داخل ته ننوتل یې اسانه، او رګونو ته ژر رسېږي، نو له امله یې د بدن ټول غړي سستېږي.