- د جماعت لمانځه ته پر وختي راتللو ټینګار او مخکې درېدل، او دا چې باید د صف تر شا ځانته لمونځ ونه کړي، تر څو یې لمونځ باطل نه شي.
- ابن حجر رحمه الله ویلي: څوک چي په صف کې يوازي لمونځ پيل کړي او بيا له رکوع نه د راپورته کېدلو نه مخکي صف ته ننوځي، پر هغه د لمانځه راګرځول واجب نه دي، لکه څنګه چې د ابوبکره په حديث کي راغلي دي، که نه نو د وابصه د حدیث د عموم له مخې پرې راګرځول واجب دي.