له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک یو جومات ته لاړ شي او په هر وخت کې د هر غرض لپاره ورننوځي نو باید چې له کیناستو څخه مخکې دوه رکعته لمون...
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د جمعې په خطبه کې د ګډون کوونکو لپاره له فرضي آدابو څخه: د خطبې اورېدل دي؛ تر څو په نصیحتونو کې غور وکړي، ا...
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې په لمانځه کې اصل ودرېدل دي، مګر دا چې ودرېدلی نشي نو بیا به په ناسته لمونځ کوي، او که په ناسته یې نشو کولای...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاه...
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځو...
له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې: عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، ا...
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رس...

له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخْطُبُ، فَقَدْ لَغَوْتَ». «که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ».

له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: «صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ». "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ». «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».

له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې: عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلهِ بَنَى اللهُ لَهُ فِي الْجَنَّةِ مِثْلَهُ». « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ». "صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)».

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». "کله چې یو سړی د ثواب په نیت په خپل اهل او عیال باندې نفقه کوي، نو دا د هغه لپاره صدقه ده".

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ». "کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".

د مالک بن اوس بن الحدثان نه روایت دی وایي چې: ما وویل چې څوک درهم بدلوي؟ نو طلحه بن عبید الله د عمر بن الخطاب سره و، هغه وویل: موږ ته دې خپل زر راوښایه، کله چې زموږ خادم راشي، موږ به تاته د سپینو زرو روپۍ درکړو - نو عمر بن الخطاب وویل: نه! په الله قسم چې همدا اوس به یې د سپینو زرو روپۍ ورکوې او یا به یې زر بېرته ورکوې، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ». «سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي».

له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصِلُوا الْأَرْحَامَ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ». «اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».