- علماوو په دې خبره اجماع کړې چې انسان ته د هغه له مرګ نه وروسته د ځینو کارونو ثواب رسیږي لکه: جاریه صدقه، هغه علم چې نور ترې ګټه اخلي، دعا او په نورو حدیثونو کې د: حج یادونه هم شوې ده.
- پدې حدیث کې یې دا درې په ځانګړې توګه یاد کړي دي؛ ځکه چې دا د ښېګڼو بنسټونه دي، او د خیر د خاوندانو موخه هم همدا وي چې له مرګ نه وروسته یې پاتې شي.
- هر هغه علم چې ګټه ترې اخیستل کیږي هغه ته یې ثواب رسیږي، خو د ټولو په سر کې شرعي علم او مرستندویه علوم دي.
- علم د دې درې واړو څیزونو ګټور یو دی؛ ځکه چې په علم سره هغه چاته ګټه رسیږي چې زده کوي یې، په علم کې د شریعت ساتنه ده، پدې سره خلکو ته عامه ګټه رسیږي، او دا تر ټولو زیات عام او شامل دی، ځکه چې هغه ستا له شته علم څخه ستا په ژوند او ستا له مرګ نه وروسته زده کړه کوي.
- د صالحه اولادونو په روزنه ټینګار؛ ځکه همدوی دي چې په اخرت کې مور او پلار ته ګټه رسوي، او له ګټو څخه یې دا ده چې له مرګ نه وروسته ورته دعا کوي.
- له مرګ نه وروسته د مور او پلار سره په نیکۍ کولو ټینګار، او دا هغه نیکي ده چې اولاد ترې ګټه اخلي.
- دعا مړي ته ګټه رسوي، اګر که له اولاد پرته د بل چا لخوا وي، خو اولاد ځکه په ځانګړې توګه یاد شوی چې هغه تر مرګه پورې په دوامداره توګه دعا کوي.