/ قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)...

قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: اې د آدم زویه! کومې نفقې چې درباندې واجب دي او یا دې په حق کې مستحبې دي - نو وریې کړه؛ زه به پر تا پراخي راولم او په بدل کې به یې عوض درکړم او برکت به درته پکې واچوم.

Hadeeth benefits

  1. د الله جل جلاله په لار کې په لګښت او صدقې ورکولو ټینګار.
  2. په خیریه کارونو کې لګښت د رزق د زیاتوالي او څو چنده کېدلو له سترو اسبابو څخه دي، او دا چې الله تعالی بنده ته د هغه څه عوض ورکوي چې لګولي یې دي.
  3. دا حدیث د هغو احادیثو له جملې څخه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کیږي، دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له لورې دي، خو توپیر یې دا دی چې قدسي حدیث د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري، ځکه د قرآن په لوستلو سره عبادت کیږي، او طهارت ورته کیږي، په هغه سره ننګول شوي دي، او دا چې هغه یو اعجازي کلام دی او داسې نور.