له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: «صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ».
"په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".
بخاري روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې په لمانځه کې اصل ودرېدل دي، مګر دا چې ودرېدلی نشي نو بیا به په ناسته لمونځ کوي، او که په ناسته یې نشو کولای نو کولی شي چې په څنګ لمونځ وکړي.
Hadeeth benefits
تر څو چې عقل پر ځای وي لمونځ نه ساقطیږي، نو د وسې سره سم به له یو حالت څخه بل ته انتقالیږي.
د اسلام لحاظ او اسانتیا چې بنده د خپلې وسې مطابق عبادت کوي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others