صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ».
«زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ».
«زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځونو څخه ډېر ثواب لري، پرته له مسجد الحرام څخه چې په مکه مکرمه کې دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په پرتله هلته لمونځ کول غوره دی.
Hadeeth benefits
په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د لمانځه د ثواب څو چنده والی.
په مسجد الحرام کې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله له سلو زرو لمونځونو څخه غوره دی.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others