- د زکات د ادا کولو مکلفيت، او د مخنيوي پر وړاندې یې سخت ګواښ.
- هغه څوک چې د سستۍ له امله زکات نه ورکوي کافر نه دی، بلکې په سخت خطر کې دی.
- انسان ته د هغه جزئياتو اجر ورکول کيږي چې د اطاعت په عمل کې واقع کېږي، کله یې چې د اصل اراده کړي وي، که څه هم د هغو تفصيلاتو اراده ونه لري.
- په مال کې له زکات پرته حق هم شته.
- په اوښانو کې صدقه دا ده چې د اوبه خور پرمهال حاضرو غریبانو ته ولوشل شي؛ دا به هم د غریبانو لپاره له دې اسانه وي چې کورونو ته د سوال لپاره لاړ شي او هم به د مېږو لپاره ښه وي، ابن بطال ویلي چې: په مال کې دوه حقونه دي: عیني فرض او داسې نور. او د اوښې لوشل له هغو حقونو څخه دي چې غوره اخلاق بلل کېږي.
- په اوښانو، غوایانو او پسونو کې واجب حق دا هم دی چې د مالونو په تېرولو یې پېسې وانه خیستل شي.
- د خرو او هر هغه څه حکم چې په اړه یې حکم نه وي راغلی، دا د الله تعالی په دې وینا کې داخل دي چې فرمایي: (فمن يعمل مِثقال ذرة خيرًا يَره، ومن يعمل مِثقال ذرة شرًا يره). نو چا چې د ذرې په اندازه نېکي وکړه ثواب به یې وګوري، او چا چې د ذرې په اندازه بدي وکړه سزا به یې وګوري.
- په دې آیت کې نیکۍ کولو ته هڅول دي که څه هم لږه وي او له بدۍ وېرول دي که څه هم ډېره سپکه وي.