له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم».
"د مشرکانو سره په خپلو مالون...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو پر ضد د جهاد او له هرې ممکنې لارې د هغوی د مقابلې لپاره پر هلو ځلو امر کړی، تر څو د الله کلمه لوړه شي، او لدې څخه...
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما ل...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ویناوو او عملونو په پرېښودلو امر کړی چې تا په شک کې اچوي چې آیا له دې څخه به منع شوي وي که نه، آیا حرام به وي که حل...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا،...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان په هغه څه نه نیول کیږي چې په زړه کې یې کومه د شر خبره تېره شي مخکې لدې چې عمل پرې وکړي او یا یې په ژب...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی د خپلو بندګانو شکلونو او جسدونو ته نه ګوري چې آیا ښکلي دي که بدرنګه؟ ایا هغه لوی دي که کوچني؟ یا هغه...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللهَ يَغَارُ، وَإِنَّ الْمُؤْمِنَ يَغَارُ، وَغَيْرَةُ ال...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله غیرت کوي، غصه کیږي او بد ګڼي، لکه څرنګه چې مؤمن انسان غیرت کوي، غصه کیږي او یو څه بد ګڼي، او د...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم».
"د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ".
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې: «دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ، فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الكَذِبَ رِيبَةٌ».
"هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ».
" یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ».
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللهَ يَغَارُ، وَإِنَّ الْمُؤْمِنَ يَغَارُ، وَغَيْرَةُ اللهِ أَنْ يَأْتِيَ الْمُؤْمِنُ مَا حَرَّمَ عَلَيْهِ».
؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الْكَبَائِرُ: الْإِشْرَاكُ بِاللهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ، وَقَتْلُ النَّفْسِ، وَالْيَمِينُ الْغَمُوسُ».
«لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ».
"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا».
«چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي».
له جبیر به مطعم رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرماییل یې: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ».
« خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي».
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».
«څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي».