- په درواغو د قسم خوړلو لپاره کفاره نشته؛ ځکه چې خطر یې زیات او جرم یې لوی دی، خو توبه ترې وېستل کیږي.
- په حدیث کې له دغو څلورو لویو ګناهونو څخه یادونه د هغوی د ګناه د لویوالي له امله شوې ده نه د محدودیت له امله.
- ګناهونه په لویو او وړو وېشل کیږي، لویه (کبیره) ګناه : هغه ده چې دنیوي سزا پرې (ټاکل شوي) وي لکه: حدود، لعنت، او یا پرې په اخرت کې ګواښ شوی وي لکه: اور ته په ننوېستلو ګواښ، او دا چې لوی ګناهونه ښکته او پورته لري، نو ځینې یې له ځینو نورو څخه په حراموالي کې سخت وي، او له لویو ګناهونو پرته نور واړه دي.