- د زړه اصلاح ته پاملرنه او له هره ناوړه صفت څخه یې پاکوالی.
- د زړه اصلاح په اخلاص سره کیږي او د عمل اصلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره کیږي، او همدا دواړه - معیارونه - د الله تعالی په نېز د اعتبار وړ دي.
- انسان باید په مال، ښایست، بدن او یا د دې نړۍ په هره ډول ښکلا مغرور نه شي.
- په ظاهري اصلاح له تکیه کولو څخه ځان ساتل پرته لدې چې باطن اصلاح کړي.