- د مشرکانو پر ضد په خپل نفس، مال او ژبې جهاد ته هڅول؛ هر یو د خپلې وسې سره سم، او دا جهاد یوازې په نفس د جګړې کولو پورې محدود نه دی.
- په جهاد امر د وجوب لپاره دی، کله عیني او کله کفایي واجب ګرځي.
- الله جل جلاله جهاد د ځینو چارو له امله ټاکلی لکه؛ لومړی: د شرک او مشرکانو په وړاندې مقاومت؛ ځکه چې الله تعالی هېڅکله شرک نه مني، دويم: الله تعالی ته د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول. دریم: له هر هغه څه نه د عقیدې ساتنه چې ضد یې دی. څلورم: د مسلمانانو؛ د هغوی د هېوادونو، ناموسونو او مالونو څخه ددفاع کولو په موخه.