/ أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي...

أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم یادونه کړې ده چې لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به یې فیصله کیږي هغه د خلکو تر منځه په وینو تویلو سره یو پر بل ظلم کول دي لکه: وژل او ټپي کول.

Hadeeth benefits

  1. د وینو تویولو د مسألې عظمت، ځکه خو پیل په تر ټولو مهم څيز کیږي.
  2. ګناهونه هغه فساد ته په لیدو لوییږي چې پرې مرتبیږي او د بې ګناه خلکو ژوند اخیستل تر ټولو لوی فساد دی چې له کفر او په الله تعالی له شرک پرته بل لوی فساد ترې نشته.