/ مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا ‌لَمْ ‌يَرَحْ ‌رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي...

مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا ‌لَمْ ‌يَرَحْ ‌رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي...

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا ‌لَمْ ‌يَرَحْ ‌رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي».
بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د سخت ګواښ بیان کړی دی چې معاهد ووژني - او معاهد هغه چاته ویل کیږي چې د کفري هیواد څخه اسلامي هیواد ته د امن د ژمنې ورکولو پر اساس داخل شوی وي - چې دغه کس ته به د جنت بوی نه رسیږي، حال دا چې بوی یې د څلويښتو کالو په واټن کې موندل کیږي.

Hadeeth benefits

  1. له کفارو څخه د معاهد، مستامن او ذمي د وژولو ممانعت او دا چې وژل یې له کبیره ګناهونو څخه یوه لویه ګناه ده.
  2. معاهد: له کفارو څخه هغه چاته وییل کیږي چې ژمنه وکړي په خپل هیواد کې به د مسلمانانو سره نه جنګیږي او نه به دوی ورسره جنګیږي، او ذمي: هغه چاته وییل کیږي چې د مسلمانانو په هېواد کې اوسیږي او جزیه یې ورکړي وي، او مستامن: هغه چاته وییل کیږي: چې د مسلمانانو هیواد ته یې د موقت وخت لپاره پناه راوړی وي او د ساتلو ژمنه ورکړل شوي وي.
  3. له غیر مسلمانو سره په تړونونو کې د خیانت په اړه خبرداری.